په کابل کې د چین سفیر جاوې شینګ د طالبانو تر ولکې لاندې د برشنا شرکت له اجرایوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر سره وکتل او ویې ویل، موږ له برشنا شرکت سره د ټکنالوژۍ او ظرفیت لوړونې په برخو کې همکاري کوو.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شيخ نداء محمد نديم کونړ ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د سید جمال الدین افغان پوهنتون لپاره څو مهمې پروژې منظورې کړې.
په کابل کې د چین سفیر جاوې شینګ د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو د وزارت له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره وکتل او له دغې ډلې سره یې د چین د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
له هرات څخه ځايي سرچينې وايي: دوه ورځې وړاندې طالبانو د سيد الشهداء جومات ملا امام شيخ محرم اعظمي او د هرات د شيعه علماوو د شورا رئيس حجت الاسلام محمد اکبري نيولي او نامعلوم ځاى ته يې لېږدولي دي.