قزاقستان؛ هرات کې ټرانسپورټي او لوجستيکي مرکز جوړوي

4 ثور 1404 ساعت 8:49

د ټولګټو چارو سرپرست وزیر د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سریک ژومانګارين سره کتلي دي.


د ټولګټو چارو سرپرست وزیر د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سریک ژومانګارين سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دې کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، ټرانسپورټي، لوجستيکي همکاریو پر پراختیا، اوسپنې پټلۍ جوړونې او يو شمېر نورو  موضوعاتو خبرې شوې دي.

ملا محمد عیسی ثاني ویلي، چې د افغانستان ا.ا له قزاقستان سره په اقتصادي، سوداګرۍ او ټرانسپورټي برخو کې د اړيکو پراختیا ته لېواله دی.

ورته مهال ښاغلي ژومانګارين ویلي، چې قزاقستان غواړي تورغونډۍ -هرات پر اوسپنې پټلۍ د ۵۰۰ میلیونه امريکايي ډالره پانګونه وکړي او په هرات ولايت کې يو معياري ټرانسپورټي او لوجستيکي مرکز جوړکړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 181673

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181673/

جمهور
  https://www.jomhornews.com