میدان وردګ او فاریاب؛ په ۲ جلا ترافیکي پېښو کې ١٤ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

4 ثور 1404 ساعت 8:47

د میدان وردګو ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د کابل–کندهار پر لويه لار د سید اباد ولسوالۍ په سیسۍ سیمه کې د فلډر موټر د چپه کېدو له امله ۸ کسان ټپيان شوي دي.


د میدان وردګو ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د کابل–کندهار پر لويه لار د سید اباد ولسوالۍ په سیسۍ سیمه کې د فلډر موټر د چپه کېدو له امله ۸ کسان ټپيان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په ورته وخت کې، د فاریاب ولایت د خانچهارباغ ولسوالۍ په حدبخش سیمه کې بیا د یوه ټېلر او سراچې موټر د ټکر له کبله ۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کس ټپي شوی دی.

د سرچینې د مالوماتو له مخې ټپیان د اړوند سیمو نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي. ځايي چارواکو ویلي، چې دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې دي.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 181671

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181671/

جمهور
  https://www.jomhornews.com