۰

روستایي: ایران ته له افغانستان څخه ۲۰۰ کسیز سوداګریز پلاوی سفر کوي

پنجشنبه ۴ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۴۵
د افغانستان لپاره د ایران د سوداګرۍ سلاکار حسین روستایي خبر ورکړی، چې د افغانستان له ۲۰۰ تنو داخلي او نړیوالو سوداګرو، اقتصادي فعالانو او پانګه‌والو جوړ ستر پلاوی به د «ایران اکسپو ۲۰۲۵» نندارتون کې ګډون وکړي.
روستایي: ایران ته له افغانستان څخه ۲۰۰ کسیز سوداګریز پلاوی سفر کوي
د افغانستان لپاره د ایران د سوداګرۍ سلاکار حسین روستایي خبر ورکړی، چې د افغانستان له ۲۰۰ تنو داخلي او نړیوالو سوداګرو، اقتصادي فعالانو او پانګه‌والو جوړ ستر پلاوی به د «ایران اکسپو ۲۰۲۵» نندارتون کې ګډون وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ایران د سوداګرۍ پراختیا سازمان د راپور له مخې، ددغه پلاوي مشري به د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت مرستیال کوي او د دغه سفر موخه د تهران او کابل ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراخول او پیاوړي کول دي.

روستایي، چې په کابل کې د ایران د سفارت غړی دی، وویل چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس، د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مشرتابه پلاوي غړي به هم د ددغه نندارتون برخه وي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي