۰

طالبانو په هندي کشمیر کې پر سیلانیانو برید وغانده

پنجشنبه ۴ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۳۶
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جمو او کشمیر په پهلګام کې پر سیلانیانو برید وغانده.
طالبانو په هندي کشمیر کې پر سیلانیانو برید وغانده
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جمو او کشمیر په پهلګام کې پر سیلانیانو برید وغانده.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي چهارشنبه (د غوايي ۳ مه) په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت د جمو او کشمیر په پهلګام کې پر سیلانیانو وروستی برید غندي او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي.

طالبانو ویلي چې دا ډول پیښې په سیمه کې امنیت او ثبات ګواښي. د یادونې وړ ده چې د اپریل په ۲۶مه، د سې شنبې په ورځ د هند په جمو او کشمیر سیمه کې د سیلانیانو پر یوې ډلې وسله وال برید کې ۲۶ کسان ووژل شول.

دا برید په وروستیو کلونو کې په غرنۍ او نارامه سیمه کې پر ملکي وګړو تر ټولو خونړی بلل شوی دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي