د طالبانو ډلې اعلان کړی چې په کندوز کې یې د راستنیدونکو کډوالو لپاره د استوګنې یوه سیمه پرانیستې ده.
د جمهور ولسمشر خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو ډلې تر کنټرول لاندې د هیواد ولسمشرۍ ماڼۍ تېره شپه (د غوايي ۲ مه) په یوه بیان کې وویل چې د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د دې ډلې د ښاري پراختیا او کور جوړونې سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د کندز ولایت په چهاردره ولسوالۍ کې د راستنیدونکو کډوالو لپاره د استوګنې ښارګوټی پرانیست.
حنفي وويل چې په دې وروستيو مياشتو کې ځينې ګاونډي هېوادونه په زوره افغان کډوال له خپل هېواده شړي، چې دا د ښه ګاونډيتوب له اصولو او نړيوالو قوانينو سره په ټکر کې دي. دا ښارګوټی ۳،۷۴۱ جریبه ځمکه لري چې مستحقو خلکو ته به وویشل شي.
جمهورخبري آژانس