د طالبانو ډلې اعلان وکړ چې قزاقستان د افغانستان د مسو، سرو زرو او نادره فلزاتو کانونو کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.
د جمهور اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د سې شنبې په ورځ (د غوايي ۲مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سیرک ژومنګرین سره ولیدل.
د قزاقستان مرستیال لومړي وزیر وویل چې قزاقستان او افغانستان ښې او اوږدې اړیکې لري او د دوه اړخیزو همکاریو پراخولو ته ژمن دي.
د سوداګرۍ وزارت استازو او د قزاقستان د کانونو شرکتونو مشرانو د خپلو کانونو شرکتونو د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې قزاقستان د اکتشاف او کانونو په برخه کې ښه ظرفیتونه لري او هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. دوی همدارنګه د مسو، سرو زرو او نادره فلزاتو کانونو کې د پانګونې غوښتنه وکړه.
جمهورخبري آژانس