ملګري ملتونه: د اقلیم بحران افغانستان ګواښي

2 ثور 1404 ساعت 16:46

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي چې د اقلیم بحران لاهم افغانستان ګواښي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي چې د اقلیم بحران لاهم افغانستان ګواښي.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو دفتر چارواکو د سې شنبې په ورځ (د غوايي ۲ مه) د ځمکې د نړیوالې ورځې په مناسبت، چې د اپریل ۲۲مه ده، په یوه بیان کې وویل چې په داسې حال کې چې افغانستان او نړۍ د اقلیم د بدلون، د چاپیریال د خرابوالي او د اوبو د کمښت له اغیزو سره مبارزه کوي، دا ورځ موږ ته د ځمکې د ساتنې بیړنۍ اړتیا یادوي.

په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان طبیعي ښکلا، له ښکلو غرونو څخه تر شنو درېو او بهېدونکو سیندونو پورې، د اقلیم بدلون، د ژوند د تنوع له لاسه ورکولو او ککړتیا په څیر د درې ګوني نړیوال بحرانونو له ګواښ سره مخ ده.

اعلامیه کې زیاته شوې چې موږ هر یو د بدلون راوستونکي یو او کولی شو د ورځني کارونو لکه د ونو کښت او د پلاستیک کارولو کمولو سره د چاپیریال ساتنې او پاملرنې کې رغنده رول ولوبوو.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 181625

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181625/

جمهور
  https://www.jomhornews.com