یونیسف په افغانستان کې له ۴۰۰،۰۰۰ څخه زیاتو اړمنو کورنیو سره د نغدي مرستې کړې ده

1 ثور 1404 ساعت 16:42

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) چارواکو اعلان وکړ چې تیر کال یې له ۴۰۰،۰۰۰ څخه زیاتو اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ویشلي دي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) چارواکو اعلان وکړ چې تیر کال یې له ۴۰۰،۰۰۰ څخه زیاتو اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ویشلي دي.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د یونیسف چارواکو د دوشنبې په ورځ (د غوايي لومړۍ یټه) په یوه بیان کې وویل چې دوی تیر کال له ۴۰۰،۰۰۰ څخه زیاتو اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ویشلې دي.

یونیسف ویلي چې د نغدو پیسو لیږد کورنیو او ماشومانو ته اجازه ورکوي چې د فوري اړتیاوو لکه خواړه، جامې، د ښوونځي سامانونه، درمل او نور اړین توکي واخلي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو له خوا د افغانستان د کنټرول په بیرته ترلاسه کولو سره، په هیواد کې د فقر او لوږې له امله رامینځته شوی بشري بحران خپل اوج ته رسیدلی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 181586

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181586/

جمهور
  https://www.jomhornews.com