د پاکستان له زندانونو څخه ۱۷۰ تنه افغان بندیان خوشې شول

31 حمل 1404 ساعت 13:08

د طالبانو ډلې اعلان کړی چې له ۱۷۰ څخه زیات افغان بندیان یې د پاکستان له زندانونو څخه خوشې کړي او هیواد ته راستانه شوي دي.


د طالبانو ډلې اعلان کړی چې له ۱۷۰ څخه زیات افغان بندیان یې د پاکستان له زندانونو څخه خوشې کړي او هیواد ته راستانه شوي دي.

د جمهور  اژانس د راپور له مخې، د طالبانو ډلې تر کنټرول لاندې د هیواد د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د وري ۳۱ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې ۱۷۵ افغان کډوال چې په پاکستان کې بندیان وو، پرون له زندان څخه خوشې او هیواد ته راستانه شول.

طالبانو ویلي چې دا کسان د پاکستان له مختلفو برخو څخه نیول شوي وو او له څه مودې راهیسې بندیان وو.

طالبانو زیاته کړه چې دا بندیان د ثبت او بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته لیږدول شوي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 181533

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181533/

جمهور
  https://www.jomhornews.com