۰

کابلوف: د افغانستان په اړه نور ګامونه هم اخیستل کېدونکي دي

شنبی ۳۰ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۱۲:۰۳
د روسیې له تور نوملړه د طالبانو د نوم ایستلو غبرګونونه راپارولي دي.
کابلوف: د افغانستان په اړه نور ګامونه هم اخیستل کېدونکي دي
د روسیې له تور نوملړه د طالبانو د نوم ایستلو غبرګونونه راپارولي دي.

 د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې روسیې د سترې محکمې له لوري د ممنوعه سازمانونو له نوملړه د طالبانو د نوم  له لرې کولو وروسته، د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي ویلي، دا اقدام به د سرپرست حکومت سره د رسمي اړیکو د پراختیا په لاره کې شته حقوقي خنډونه له منځه یوسي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف وايي: «دا پرېکړه د روسیې د فډراسیون د ټولو دولتي بنسټونو لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي. اوس یو لوی حقوقي خنډ چې له افغانستان سره د سیاسي، اقتصادي او نورو رسمي همکاریو د پراخېدو پر وړاندې موجود و، له منځه تللی دی. موږ دلته نه تم کېږو، نور ګامونه هم اخیستل کېدونکي دي.»

کابلوف دغه راز خبر ورکړ چې ټاکل شوې د مې میاشتې په نیمایي کې د کازان د نړۍوال کنفرانس په څنډه کې، د افغانستان او روسیې ترمنځ یوه لویه اقتصادي غونډه جوړه شي.

د هغه په وینا، په دې غونډه کې به د روسیې د لومړي وزیر مرستیال د روسي پلاوي مشري کوي، او له بلې خوا به په دې غونډه کې د افغانستان د سرپرست حکومت یو جګپوړی پلاوی هم حضور ولري.

ښاغلي کابلوف زیاته کړه: «د می میاشتې په نیمایي کې به د افغانستان او روسیې د سوداګریزو پلاوو ترمنځ یوه لویه غونډه په کازان کې ترسره شي، چې تمه کیږي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا لامل شي.»

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي