۰

په تېرو۲۰ ورځو کې ۸۰زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي

شنبی ۳۰ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۱۱:۵۵
د پاکستان کورنيو چارو وزارت سلاکار طلال چودري وايي، دغه هېواد د اپرېل مياشتې له پیلېدو راهیسې له ۸۰ زره ډېر افغانان ایستلي دي.
په تېرو۲۰ ورځو کې ۸۰زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي
د پاکستان کورنيو چارو وزارت سلاکار طلال چودري وايي، دغه هېواد د اپرېل مياشتې له پیلېدو راهیسې له ۸۰ زره ډېر افغانان ایستلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طلال چودري پرون په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې اسلام اباد هغه افغان کډوالو ته، چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري او یوازي د افغان تابعیت کارتونه لري خبرداری ورکړی و، چې د مارچ میاشتي تر ۳۱مې خپل هېواد ته ستانه شي، چې وروسته دغه نېټه د اپرېل میاشتې تر ۳۰مې وغځول شوه.

د نوموړي په خبره، پاکستان له ټاکل شوې نېټې مخکې تر دا مهاله له ۸۰ زرو زيات افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

چودري ویلي یوازې هغه افغانان چې قانوني ویزې لري، کولی شي په پاکستان کې پاتې شي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي