۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راورسېد

شنبی ۳۰ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۱۱:۳۴
د پاکستان یو لوړ پوړی پلاوی، چې مشري یې د دغه هېواد د مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کوي، نن (شنبه،د وري ۲۹مه) کابل ته راورسېد.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راورسېد
د پاکستان یو لوړ پوړی پلاوی، چې مشري یې د دغه هېواد د مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کوي، نن (شنبه،د وري ۲۹مه) کابل ته راورسېد.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په خپله فیسبوک پاڼه کې د دې عکس په خپرولو سره کابل ته د اسحاق ډار د راتګ اعلان وکړ.

ټاکل شوې ده چې پلاوی به د طالبانو له لومړي وزیر او نورو لوړ پوړو چارواکو سره وګوري او د افغان کډوالو د راستنیدو د پروسې په ګډون به په مهمو دوه اړخیزو مسلو خبرې وکړي.

د سرچینو په وینا، د سفر دقیق جزئیات او موخې لا تر اوسه په رسمي ډول نه دي اعلان شوي، خو تمه کیږي چې خبرې اترې به د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د ګډو مسلو، په ځانګړې توګه د مهاجرینو د مسلې په حل تمرکز وکړي.

دا سفر په داسې حال کې کیږي چې اسلام آباد له تیرو دوو ورځو راهیسې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د یوه پلاوي کوربه توب کوي. په ورته وخت کې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همغږۍ ګډه کمیټه هم د دوه اړخیزو همکاریو د پرمختګ لپاره غونډې او بحثونه کوي.

دا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د پاکستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد نلري، د حج په کمپونو کې ساتل کیږي تر هغه چې دوی په خپله خوښه خپل هیواد ته راستانه شي.

طالبانو د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنر په شتون کې د درې اړخیزې کمېټې د جوړولو وړاندیز هم کړی دی ترڅو د کډوالو د راستنیدو پروسه په همغږۍ او د هغوی حقونو ته په درناوي سره اداره کړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي