د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راځي

29 حمل 1404 ساعت 9:28

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د شته ستونزو د حل په موخه کابل ته سفر کوي.


د پاکستان بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د شته ستونزو د حل په موخه کابل ته سفر کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابل ته د پاکستان د ځانګړي استازي له سفر سره هممهاله، د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار د هنګري له بهرنیو چارو وزیر سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وایي چې هېواد یې هڅه کوي له افغانستان سره د شته ستونزو د حل لپاره له بېلابېلو لارو کار واخلي.

اسحاق ډار زیاتوي چې پلان لري په نږدې ورځو کې کابل ته سفر وکړي، څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ رامنځته شوی بن‌بست یا بندون له‌منځه یوسي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار ویلي: «موږ له افغانستان سره د تعامل لپاره کار کوو، ان‌شاءالله زموږ ټيمونه هڅه کوي، لکه څنګه چې پوهېږئ، موږ د افغانستان لپاره یو ځانګړی استازی ټاکلی، لومړنۍ ناستې هم روانې دي او هیله لرم چې د څو ورځو په موده کې کابل ته یو ورځنی سفر ولرم، څو دا څو کلن بندون مات کړو.»

کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د سفر خبره داسې مهال کېږي چې په کابل کې د پاکستان د ځانګړي استازي او د افغانستان د دفاع وزارت د مرستیال ترمنځ د همغږۍ د کمېټې اوومه غونډه د تړلو دروازو تر شا وشوه او تر دې مهاله یې د سرپرست حکومت لخوا جزییات نه دي خپاره شوي.

بل خوا، د پاکستان اکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله لیکلي، چې د ټي ټي پي مسأله د دې غونډې یوه له اصلي بحثونو وه.

د اکسپرېس ټریبیون د راپور یوه برخه کې ویلي: «په کابل کې د تړلو دوازو تر شا له شویو خبرو باخبره سرچینو اکسپرېس ټریبیون ته ویلي، چې پاکستاني لوري ته د ترهګرو د پټنځایونو د مسألې د حل لپاره د افغان طالبانو د هڅو په تړاو په تفصیل سره معلومات ورکړل شوي دي.  

یو چارواکی چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ویلي: د پاکستاني پلاوي ټولو غړو د افغان طالبانو په دریځ کې د پاکستان د طالبانو تحریک (ټي ټي پي) په تړاو بدلون احساس کړ.»

 د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مسوول، ضیاء احمد تکل هم وايي: د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار په نږدې راتلونکي کې، کابل ته سفر کوي او هیله ده چې دغه سفر دواړو لوریو لپاره مثبتې پایلې ولري.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 181476

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181476/

جمهور
  https://www.jomhornews.com