رابرټ ډېکسن: ملګرو ملتونو کې د افغانستان لپاره طرحه چمتو شوې

23 حمل 1404 ساعت 8:46

په کابل کې د برېټانیا سفارت چارسمبالي د طالبانو کډوالو چارو سرپرست وزیر سره په کتنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو لخوا د یوې طرحې د جوړېدو خبر ورکړی.


په کابل کې د برېټانیا سفارت چارسمبالي د طالبانو کډوالو چارو سرپرست وزیر سره په کتنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو لخوا د یوې طرحې د جوړېدو خبر ورکړی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د برېټانیا سفارت چارسمبالي په افغانستان کې د کډوالو او راستنېدونکو وزارت سرپرست، مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي، د افغانستان لپاره په ملګرو ملتونو کې یوه طرحه چمتو شوې چې ډیر ژر به له اسلامي امارت سره شریکه شي.  

هغه زیاته کړې چې دغه طرحه به له افغانستان سره د اړیکو پیاوړتیا او د هېواد امنیت پر ټينګښت ټینګار لري او برېټانیا په دغه طرحه کې مهم رول درلودلای دی.

د کډوالو وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني هم وايي: ښاغلي ډېکسن د دغې کتنې پر مهال خوښي څرګنده کړه چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان په اړه یو پرپوزل جوړ شوی او ټاکل شوې چې راتلونکې کې د اسلامي امارت له مسوولینو سره شریک شي.

نوموړي و ویل په دغه طرحه کې له افغانستان سره د اړیکو ټينګښت، د امنیت تامین او نور مثبت ټکي شامل دي. برېټانیا د دغه سند په جوړولو کې مهم رول ترسره کړی دی. 

په همدې حال کې، د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د بریتانیا د سفارت کاردار سره ملاقات کړی او د کابل او لندن ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا باندې ټینګار کړی دی. هغه د بریتانیا د دوامدارو همکاریو مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې دغه همکاري دوام وکړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 181352

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181352/

جمهور
  https://www.jomhornews.com