په کابل کې د برېټانیا سفارت چارسمبالي د طالبانو کډوالو چارو سرپرست وزیر سره په کتنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو لخوا د یوې طرحې د جوړېدو خبر ورکړی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د برېټانیا سفارت چارسمبالي په افغانستان کې د کډوالو او راستنېدونکو وزارت سرپرست، مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي، د افغانستان لپاره په ملګرو ملتونو کې یوه طرحه چمتو شوې چې ډیر ژر به له اسلامي امارت سره شریکه شي.
هغه زیاته کړې چې دغه طرحه به له افغانستان سره د اړیکو پیاوړتیا او د هېواد امنیت پر ټينګښت ټینګار لري او برېټانیا په دغه طرحه کې مهم رول درلودلای دی.
د کډوالو وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني هم وايي: ښاغلي ډېکسن د دغې کتنې پر مهال خوښي څرګنده کړه چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان په اړه یو پرپوزل جوړ شوی او ټاکل شوې چې راتلونکې کې د اسلامي امارت له مسوولینو سره شریک شي.
نوموړي و ویل په دغه طرحه کې له افغانستان سره د اړیکو ټينګښت، د امنیت تامین او نور مثبت ټکي شامل دي. برېټانیا د دغه سند په جوړولو کې مهم رول ترسره کړی دی.
په همدې حال کې، د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د بریتانیا د سفارت کاردار سره ملاقات کړی او د کابل او لندن ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا باندې ټینګار کړی دی. هغه د بریتانیا د دوامدارو همکاریو مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې دغه همکاري دوام وکړي.
جمهورخبري آژانس