۰

د نولس کلنو نړۍوال جام لارموندنې سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ اعلان شو

پنجشنبه ۲۱ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۱۲:۳۵
د افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام ته د لارموندنې سیالیو لپاره د افغان نولس کلنو لوبډلې نوملړ اعلان کړ.
د نولس کلنو نړۍوال جام لارموندنې سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ اعلان شو
د افغانستان کرېکټ بورډ د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام ته د لارموندنې سیالیو لپاره د افغان نولس کلنو لوبډلې نوملړ اعلان کړ. 

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کرېکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه نوملړ کې د درېیو احتیاطي لوبغاړو په ګډون ۱۴ کسان غوره شوي دي. 
افغان لوبډله دغو سیالیو کې د عمان، متحده عربي اماراتو، هانګ کانګ او نیپال د نولس کلنو لوبډلو پر وړاندې لوبیږي. 

نړۍوال جام ته د لارموندنې سیالۍ د روانې اپرېل میاشتې په ۱۳مه نېټه د نیپال په کوربتوب پيلیږي او افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د عمان پر وړاندې کوي. 

له نولس کلنو کم عمره افغان لوبډلې تر دې وړاندې نیپال ته د درېیو یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې د ۲- ۱ په توپیر سره ماتې ورکړې ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي