هلمند کې د بُست کلا د ترمیم کارۍ چارې پیل شوې

21 حمل 1404 ساعت 8:41

د هلمند ولایت د تاریخي او لرغونې بُست کلا د ترمیم کارۍ چارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د یولړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې دي.


د هلمند ولایت د تاریخي او لرغونې بُست کلا د ترمیم کارۍ چارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د یولړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت د کلتور او ګرځندوی امر مولوي سلطان محمد حنیف رسنیو ته ویلي، چې د لرغونې تاریخي  بُست کلا حفاظتي چارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري او د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په هڅو رغول کېږي.

د نوموړي په خبره دې لرغونې او تاریخي کلا لیدو ته د کال په بهیرکې د بهرنیو سیلانیانو په ګډون لسګونه زره کورني سیلانیان ورځي چې په دې سره د بست کلا ارزښت نورهم زیات شوی دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 181318

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181318/

جمهور
  https://www.jomhornews.com