۰

هلمند کې د بُست کلا د ترمیم کارۍ چارې پیل شوې

پنجشنبه ۲۱ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۴۱
د هلمند ولایت د تاریخي او لرغونې بُست کلا د ترمیم کارۍ چارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د یولړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې دي.
هلمند کې د بُست کلا د ترمیم کارۍ چارې پیل شوې
د هلمند ولایت د تاریخي او لرغونې بُست کلا د ترمیم کارۍ چارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د یولړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت د کلتور او ګرځندوی امر مولوي سلطان محمد حنیف رسنیو ته ویلي، چې د لرغونې تاریخي  بُست کلا حفاظتي چارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري او د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په هڅو رغول کېږي.

د نوموړي په خبره دې لرغونې او تاریخي کلا لیدو ته د کال په بهیرکې د بهرنیو سیلانیانو په ګډون لسګونه زره کورني سیلانیان ورځي چې په دې سره د بست کلا ارزښت نورهم زیات شوی دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي