عبداللطیف منصور: له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستل ظلم دی

20 حمل 1404 ساعت 8:41

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستل ظلم بولي.


د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستل ظلم بولي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړی ټینګار کوي، چې افغانان له کلونو کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېدلي او هلته یې پانګونه کړې او باید په دا ډول ونه‌ ایستل شي.

نوموړی زیاتوي که‌چېرې د افغانانو دغه شتمنۍ افغانستان ته راولېږدول شي، د هېواد اقتصاد به نوره وده هم وکړي.

عبداللطیف منصور په دې هکله وايي:«دې ته ظلم وايو، دې ته جبر وايو، دې ته زیاتی وایو، افغانان باید په یو وخت کې د دې پوښتنه وکړي او کوي به یې؛ دا ځينې خلک به یې په نشه‌ کې وي، د قدرت نشه‌ ډېره هغه وي، دوی دې د ملتونو تاریخ ته وګوري، دوی دې اسلامیت ته وګوري، دوی دې کلتور او د افغانانو او د دغو خلکو اړیکو ته، چې له پېړیو پېړیو یې سره لرلې وګوري.»

له دې سره هم‌مهاله، د طالبانو د رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ، او د هغه د اقتصادي او اداري مرستیالانو او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر په ګډون له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه ځانګړې غونډه شوې ده.

د غونډې ګډونوالو له افغان کډوالو سره غیر اسلامي او غیر انساني چلند وغنده او د پاکستان له خلکو، سیاسي ګوندونو، دیني عالمانو، او نفوذ لرونکو شخصیتونو یې وغوښتل، چې په دې برخه کې، خپل اسلامي او انساني مسوولیتونه ادا کړي.

جمهورخبري آژانس


 


د مطلب کود: 181289

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181289/

جمهور
  https://www.jomhornews.com