۰

د خوړو نړۍوال پروګرام د امریکا له لوري د مرستو بندېدو ته اندېښنه ښودلې

چهارشنبه ۲۰ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۳۷
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي په پام کې ده، چې پر افغانستان او یمن پاتې مرستې هم بندې کړي.
د خوړو نړۍوال پروګرام د امریکا له لوري د مرستو بندېدو ته اندېښنه ښودلې
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي په پام کې ده، چې پر افغانستان او یمن پاتې مرستې هم بندې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه مرستې چې ډېری یې د خوړو نړۍوال پروګرام له لارې رسول کېږي، د دغه بنسټ اندېښنې یې هم راپارولې دي.

د امریکا ولسمشر ویلي:«ستاسو باور نه‌کېږي، چې ووایم افغانستان ته ډېرې پیسې ورکوو، له دې امله چې دا د بایډن یوه معامله وه، د بایډن یوه بله معامله چې نه‌یوازې موږ یې پر هغه وشرمولو؛ بلکې هغوی افغانستان ته په مېلیاردونو ډالرو حق ورکوي. نو موږ له خپلو دوستانو په ښه توګه مراقبت کوو او له خپلو دښمنانو مراقبت نه‌کوو، موږ نور له خپلو دښمنانو مراقبت نه‌کوو.»

د ډانلډ ټرمپ د دغو څرګندونو په لړ کې، د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، پر هغو کسانو د مرستو بندول، چې له لوږې سره مخ دي، د اعدام حکم به ولري.

بلخوا د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټېفن دوجاریک، سبا (چهارشنبې، د وري ۲۰مه)د ترکیې په اسټانبول ښار کې، د مرستو د تامینوونکو هېوادونو، د مالي نړۍوالو بنسټونو او یوناما د استازو په ګډون «د افغانستان د همغږۍ ډلې» د غونډې له جوړېدو خبر ورکوي.

د ملګرو ملتونو سازمان ویاند په دې هکله زیاتوي:«افغانستان کې ۲۲٫۹ مېلیونه نرینه، ښځینه او ماشومان د روان کال په لړ کې، مرستو ته اړتیا لري. دغه هېواد نن په نړۍ کې دویم هېواد دی، چې له انساني ناورین سره ښکېل دی. د افغانستان لپاره دغه غوښتنه، د افغانستان د همغږۍ ډلې د ناستو په درشل کې، چې سبا د ترکیې په اسټانبول کې پېلږي، مطرح کېږي.»

ورته مهال، د اقتصاد وزارت وايي، چې د هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا د مرستو بندېدل، چې د خوړو نړۍوال پروګرام له لارې ترسره کېږي، په افغانستان کې د اړمنو پر وضعیت به ناوړه اغېزې ولري.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي