۰

د کډوالو وزارت: د افغان کډوالۍ د ستونزې حل وخت او نړۍوالو مرستو ته اړتیا لري

چهارشنبه ۲۰ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۳۰
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د نړۍوال فډارسیون له مسوول احمد سلیمان او په افغانستان کې د کډوالو نړۍوال سازمان له مشرې میاپارک سره کتلي دي.
د کډوالو وزارت: د افغان کډوالۍ د ستونزې حل وخت او نړۍوالو مرستو ته اړتیا لري
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د نړۍوال فډارسیون له مسوول احمد سلیمان او په افغانستان کې د کډوالو نړۍوال سازمان له مشرې میاپارک سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، مولوي عبدالکبیر په دې جلا جلا کتنو کې ویلي، چې په دایمي توګه د افغان کډوالۍ د ستونزې حل وخت او نړۍوالو مرستو ته اړتیا لري.

په خبر پاڼه کې راغلي په دې کتنه کې ښاغلي سلیمان ویلي، چې د افغانستان په پولو کې د اړوند افغان ادارو له لارې د کډوالو لپاره د روغتیا، خوراکي توکو، څښاک اوبو، خېمو او نورو برخو کې مرستې کړې او د اغېزناکې همکارۍ لپاره له حکومتي ادارو سره په اړیکه کې دی.

د خبرپاڼې له مخې مېرمن پارک هم ویلي، چې د افغانستان په څلورو بندرونو کې له افغان کډوالو سره مرسته کوي او دغه راز یې په راتلونکي کې هم له اړمنو سره د مرستو ډاډ ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي