پوهنې وزارت: تېر کال مو په هېواد کې ۹۵۴ ښوونيز مرکزونه بیارغولي

20 حمل 1404 ساعت 8:26

د طالبانو د پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې تېر کال یې په ټول هېواد کې د ۴۵۵ مېليونه افغانیو په لګښت ۹۵۴ اداري او ښوونيز مرکزونه بیارغولي او ګټې اخيستنې ته یې سپارلي دي.


د طالبانو د پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې تېر کال یې په ټول هېواد کې د ۴۵۵ مېليونه افغانیو په لګښت ۹۵۴ اداري او ښوونيز مرکزونه بیارغولي او ګټې اخيستنې ته یې سپارلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت د مالوماتو له مخې ۸۷۱ تدريسي او اداري ودانۍ يې له عادي بودجې او ۸۳ يې د همکارو ادارو په ملاتړ ترمیم کړې دي.

د پوهنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې له خلکو او سوداګرو غوښتي، چې د ښوونيزو ادارو او مرکزونو په ترمیم او جوړولو کې له دوی سره لا همکاري وکړي.

د یاد وزارت د ملکیتونو د ساتنې او مراقبت مشر سمیع الحق حماس رسنیو ته ویلي، چې دغه ترمیم شوي ښوونيزې ادارې او مرکزونه په ټول افغانستان کې دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 181281

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181281/

جمهور
  https://www.jomhornews.com