د طالبانو د ډلې مرستیال ویاند د ازبکستان د ولسمشر د وروستیو څرګندونو هرکلی وکړ چې نړۍ باید د افغانستان له منزوي کولو څخه ډډه وکړي، او ویې ویل چې په دې وروستیو کې د طالبانو او ازبکستان ترمنځ اړیکې پراخې شوې دي.
د جمهور اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د ډلې مرستیال ویاند حمدالله فطرت د ازبکستان د ولسمشر د وروستیو څرګندونو هرکلی وکړ چې افغانستان د منځنۍ اسیا یوه نه بېلېدونکې برخه ده او ویې ویل چې په دې وروستیو کې د طالبانو او ازبکستان ترمنځ اړیکې په سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټ او نورو برخو کې پراخې شوې دي.
طالبانو ویلي چې د طالبانو امارت غواړي له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې پراخې کړي. د یادونې وړ ده چې د ازبکستان ولسمشر پرون په تاشکند کې د ۱۵۰مې بین الپارلماني غونډې په ترڅ کې وویل چې افغانستان د منځنۍ اسیا یوه نه بېلېدونکې برخه ده.
هغه د نړۍ او طالبانو ترمنځ د رغنده خبرو اترو او ښکیلتیا غوښتنه وکړه، او زیاته یې کړه چې نړۍ باید د افغانستان له منزوي کولو څخه ډډه وکړي.
جمهورخبري آژانس