۰

پاکستان په ۲۴ ساعتونو کې ۵۰۰ افغانې کورنۍ په جبري توګه راستنې کړې دي

سی شنبه ۱۹ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۳۷
پاکستان په تېرو څلروېشت ساعتونو کې د تورخم له لارې د کډوالو شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ په جبري توګه راستنې کړې دي.
پاکستان په ۲۴ ساعتونو کې ۵۰۰ افغانې کورنۍ په جبري توګه راستنې کړې دي
پاکستان په تېرو څلروېشت ساعتونو کې د تورخم له لارې د کډوالو شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ په جبري توګه راستنې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار سیمه‌ییزو مسوولانو تازه را ایستل شوي کډوال تر اړینو مرستو وروسته خپلو سیمو ته لېږدولي دي.

شوکت خان وايي، د پاکستان په پنجاب ایالت کې یې د خپلې کورنۍ له نورو غړو سره مزدوري کوله، چې د پاکستاني پولیسو پرلپسې ځورونو او چاپو د ژوند کړۍ تنګه کړې وه.

په همدې حال له پاکستانه په جبري توګه را ایستل شوې کورنۍ د پاکستاني پولیسو له ناسم چلنده شکایت کوي او وايي د کورنۍ ځینې غړي او شمتنۍ یې ترې پاتې شوې دي.

 ورته مهال په تورخم کې د کډوالو لېږد امر بخت جمال ګوهر وايي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ له پاکستانه په جبري توګه را ایستل شوې دي.

نوموړي وویل«په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کابو ۵۰۰ کورنۍ راغلي او هره کورنۍ چې موږ په ۸ کې ضرب کړو ۴ زره کسان کېږي او ۳۰۰ تنه موږ کسیز ډیپورټ لرو، چې په دغو ډيپورټیانو کې او دغو کورنیو کې، اسناد لرونکي او اسناد نه‌لرونکي شامل دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په تورخم ښارګوټي کې له پاکستانه په جبري توګه راستنېدونکو کډوالو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي