۰

ټرمپ: امریکا له ایران سره مستقیمې خبرې پیل کړې

سی شنبه ۱۹ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۲۷
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا له ایران سره مستقیمو خبرو ته داخله شوې او دا خبرې لا مخکې پیل شوې، چې تر راتلونکې شنبې به دوام وکړي.
ټرمپ: امریکا له ایران سره مستقیمې خبرې پیل کړې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا له ایران سره مستقیمو خبرو ته داخله شوې او دا خبرې لا مخکې پیل شوې، چې تر راتلونکې شنبې به دوام وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ ویلي: (زه فکر کوم چې هرڅوک په دې موافق دي چې له تهران سره یوې هوکړې ته ورسېږو او دا به له کوم بل څه د تهران لپاره هم غوره وي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ رویټرز خبري اژانس د یوه جګپوړي ایراني چارواکي له قوله راپور ورکړی و، چې ایران له امریکا سره د نامستقیمو مذاکراتو غوښتونکی دی او د سیمې هېوادونو ته یې هم پر دغه هېواد د احتمالي برید په اړه خبرداری ورکړی و.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي