۰

حسین سلامي: هر ډول رواني او پوځي جګړې ته چمتو یو

دوشنبه ۱۸ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۴۵
د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو قوماندان حسین سلامي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې ایران به د هیڅ یوې جګړې پیل کوونکی نه وي خو په وینا یې چې هېواد یې هر ډول رواني او پوځي جګړې ته چمتو دی.
حسین سلامي: هر ډول رواني او پوځي جګړې ته چمتو یو
د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو قوماندان حسین سلامي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې ایران به د هیڅ یوې جګړې پیل کوونکی نه وي خو په وینا یې چې هېواد یې هر ډول رواني او پوځي جګړې ته چمتو دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ایران ایرنا خبري اژانس د نوموړي له قوله ويلي، تېر کال د ایران لپاره له ننګونو ډک کال و او ټینګار یې کړی چې سپاه پاسداران ځواکونه د دښمن د ماتولو وړتیا لري او د همدې هدف لپاره رامنځ ته شوي دي.

سلامي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې تر دې وړاندې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي وو چې هېواد یې له امریکا سره برابر و او له ګواښونو پرته خبرو ته چمتو دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي