۰

رویټرز؛ ایران ۶ هېوادونو ته له امریکا څخه د ملاتړ په اړه خبرداری ورکړی

دوشنبه ۱۸ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۴۳
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ایران د سیمې ۶ هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې پر دغه هېواد د امریکا له بریده هر ډول ملاتړ که هغه د امریکايي پوځ له خوا د دوی هوايي حریم یا خاورې کارول وي، «خصمانه اقدام» ګڼل کېږي.
رویټرز؛ ایران ۶ هېوادونو ته له امریکا څخه د ملاتړ په اړه خبرداری ورکړی
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ایران د سیمې ۶ هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې پر دغه هېواد د امریکا له بریده هر ډول ملاتړ که هغه د امریکايي پوځ له خوا د دوی هوايي حریم یا خاورې کارول وي، «خصمانه اقدام» ګڼل کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رویټرز خبري اژانس د یوه جګپوړي ایراني چارواکي له قوله راپور ورکړی چې ایران له امریکا سره د نامستقیمو مذاکراتو غوښتونکی دی او د سیمې هېوادونو ته یې پر دغه هېواد د احتمالي برید په اړه خبرداری ورکړی دی.

په راپور کې راغلي چې ایران عراق، کویټ، متحده عربي اماراتو، قطر، ترکیې او بحرین ته خبرداري استولي دي.

نوموړي ایراني چارواکي زیاته کړې چې داسې ګام به یادو هېوادونو ته ناوړې او بدې پایلې ولري. د عراق، کویټ، متحده عربي اماراتو، قطر او بحرین د حکومتونو ویاندویانو په دې اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.

په دې وروستیو ورځو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ زور اخیستی دی. ټرمپ ایران پر بمبارولو ګواښلی چې د ایراني چارواکو غبرګونونه یې راپارولي دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي