د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک ویلي، چې نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته سفر وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل کې د ایران سفارت وایي، چې اتابک دغه خبره د افغانستان لپاره د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره د لیدنې پرمهال کړې ده.
د یاد سفارت په وینا؛ د ایران د صنعت وزیر په دې لیدنه کې له افغانستان سره پر همکارۍ هم ټینګار کړی دی.
جمهورخبري آژانس