۰

یو این ډي پي: افغانستان کې مو د ۱۰۰ کیلومټرو په اوږدوالي ۴۵ کانالونه جوړ کړي

دوشنبه ۱۸ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۳۵
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو این ډي پي) اعلان کړی چې په ۲۰۲۴ کال کې یې د ۱۰۰ کیلومټرو په اوږدوالي د افغانستان په کلیو کې شاوخوا ۴۵ کانالونه جوړ کړي دي.
یو این ډي پي: افغانستان کې مو د ۱۰۰ کیلومټرو په اوږدوالي ۴۵ کانالونه جوړ کړي
د ملګرو ملتونو  پراختیایي پروګرام (یو این ډي پي) اعلان کړی چې په ۲۰۲۴ کال کې یې د ۱۰۰ کیلومټرو په اوږدوالي د افغانستان په کلیو کې شاوخوا ۴۵ کانالونه جوړ کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان  په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغو کانالونو د څښاک اوبو ته د ۳۷ زره کورنیو د لاسرسی زمینه برابره کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، دا کانالونه د جاپان په مالي مرسته جوړ شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو کانالونو له لارې د افغانستان د کلیوالي سیمو اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام زیاتوي چې دا کانالونه د ځایي خلکو له له خوا د دوامداره معیشت د برابرولو په موخه د «کار په بدل کې د خوړو» پروګرام له لارې جوړ شوي دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي