د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، سږ کال دغه ولایت کې د زعفرانو کښتونه زیات شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مسوولینو په خبره، د زعفرانو لوړو بیو او صادراتو ته په پام، د دغه بوټي کرلو ته د کروندګرو لېوالتیا زیاته شوې ده.
زعفران چې سره زر هم ورته وایي، ورځ تر بلې د کروندګرو لېوالتیا ورسره زیاتېږي.
د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج امر، بشیر احمد احمدي و ویل، چې سږ کال د زعفرانو وضعیت ډېر ښه دی او د تېر کال پرتله ۱۵ سلنې زیات تولید مو درلود. بزګرانو هم ښه عواید ترلاسه کړي او ورځ تر بلې د زعفرانو کرکېله په هرات کې پراختیا مومي.
د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د شمېرو پربنسټ په کورنیو بازارونو کې د یو کیلو زعفرانو بیه تر سل زره افغانیو رسیږي او د تېر کال په پرتله یې بیې هم لوړې شوې دي.
په هرات کې د زعفرانو صادرونکو شرکتونو د مسوولینو په خبره، نړۍوالو بازارونو کې د هېواد زعفرانو ته لېوالتیا زیاته شوې ده.
جمهورخبري آژانس