۰

ایران افغانستان ته د ۲.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي

یکشنبه ۱۷ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۰۸:۱۵
تهران ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې ایران په تېرو ۱۱میاشتو کې افغانستان ته د ۲.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت غیرنفتي توکي صادر کړي دي.
ایران افغانستان ته د ۲.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي
تهران ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې ایران په تېرو ۱۱میاشتو کې افغانستان ته د ۲.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت غیرنفتي توکي صادر کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ایران د ګمرکونو ادارې مشر فرود عسکري ویلي، چې افغانستان په یاد موده کې د ایران لپاره پنځم لوی صادارتي هېواد و.

یادې ورځپاڼې په خپل راپور کې لیکلي، چې ایران دا توکي د ۲۰۲۴ کال د مارچ له ۲۰مې د ۲۰۲۵ کال د فبروري تر ۱۸مې نېټې د ۱۱ میاشتو په موده کې افغانستان ته صادر کړي دي.

تهران ټایمز په خپل راپور کې زیاتوي، چې افغانستان د خپل اړتیا وړ له ۸۰ سلنې ډیر توکي له بهر واردوي او د دغو وارداتو ۲۵ سلنه له ایران تامینږي.

ورځپاڼه زیاتوي، چې افغانستان له ایران د خوراکي موادو، تېلو، درملو، طبي وسایلو او ساختماني وسایلو په څیر مهم توکې واردوي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي