۰

ملګري ملتونه: پر زده کړو د بندیز له امله به افغانستان کې نسلونه اغېزمن شي

جمعه ۸ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۱۰:۲۱
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په افغانستان کې له زده کړو او تحصیله د نجونو محرومیت ستره بې عدالتي بللې او زیاته کړې یې ده چې، دغه چاره به راتلونکې نسلونه هم اغېزمن کړي.
ملګري ملتونه: پر زده کړو د بندیز له امله به افغانستان کې نسلونه اغېزمن شي
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په افغانستان کې له زده کړو او تحصیله د نجونو محرومیت ستره بې عدالتي بللې او زیاته کړې یې ده چې، دغه چاره به راتلونکې نسلونه هم اغېزمن کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښوونیز کال له پیل څخه شپږ ورځې تیرې شوې، خو تر اوسه د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو د بیا پرانیستلو خبر نشته. 
د ښوونځیو د بیا پرانستلو په اړه له غبرګونونو وروسته د ملګرو ملتونو د ښځو برخه وايي، په افغانستان کې د نجونو ښوونیز او تحصیلي محرومیت ستر ظلم دی او پر نسلونو به اغېز وکړي.

یاد بنسټ په اکس کې لیکلي چې د نجونو ځای ښوونځی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه په دې اړه وايي: په پرله پسې توګه د دریم کال لپاره په افغانستان کې نجونې د زدکړو له حقه بې برخې دي او په دغه هیواد کې ښوونځي د دوی له شتون پرته پرانستل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو یا یوناما د نجونو پر زده کړو د بندیزونو پر دوام ناخوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې د نجونو پر زده کړو بندیز په افغانستان کې بشري حقونه، بشري مرستې او اقتصادي کړکېچونه پېچلي کوي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي