بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

8 حمل 1404 ساعت 10:14

د بدخشان ولایت د شهر بزرگ ولسوالۍ په داونګ کلي کې یو لندکروزر ډوله موټر له سړک څخه اوښتی او له امله یې ١٠ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.


د بدخشان ولایت د شهر بزرگ ولسوالۍ په داونګ کلي کې یو لندکروزر ډوله موټر له سړک څخه اوښتی او له امله یې ١٠ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان الله کامگار ویلي، چې پېښه پرون مازیګر د شهر بزرګ ولسوالۍ خاکرېز سیمې ته نږدې رامنځته شوې چې له امله یې ۳ کسان مړه شوي او ۷ نور ټپیان دي.

نوموړي د پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاتوي، چې ټپیان د امنیتي ځواکونو لخوا روغتیايي مرکز ته انتقال شوي او د ځینو وضعیت یې د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

جمهور خبري آژانس
 


د مطلب کود: 181090

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181090/

جمهور
  https://www.jomhornews.com