۰

سږ کال ممکن په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ سره مخ شي

جمعه ۸ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۱۰:۰۷
د خوړو نړیوال سازمان وړاندوینه کړې چې سږ کال به په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه کوچني ماشومان د خوارځواکۍ سره مخ شي.
سږ کال ممکن په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ سره مخ شي
د خوړو نړیوال سازمان وړاندوینه کړې چې سږ کال به په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه کوچني ماشومان د خوارځواکۍ سره مخ شي.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د خوړو نړیوال سازمان پنشنبه (د وري ۷مه) اعلان وکړ چې وړاندوینه کیږي چې په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه کوچني ماشومان د خوارځواکۍ سره مخ شي.

د سازمان د تغذیې څانګې مشر وویل چې دا یو لوی زیاتوالی دی او په تیرو څلورو کلونو کې یې داسې څه نه دي لیدلي.

دې سازمان ویلي چې په هیواد کې ۱.۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکونکې میندې دا مهال د خوارځواکۍ سره مخ دي او درملنې او تغذیې ملاتړ ته بیړنۍ اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په یوه وروستي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې له هرو لسو کورنیو څخه اته یې کافي خواړه نشي اخیستلی، او له هرو څلورو کورنیو څخه درې یې اړ دي چې د اساسي خوراکي توکو د اخیستلو لپاره پور واخلي.

د سازمان په وینا، د هیواد د نفوس شاوخوا دریمه برخه (۱۵ میلیونه خلک) اوس مهال د ژوندي پاتې کیدو لپاره بیړني خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي