۰

این ار سي:ډېری افغانان نړیوال مالي ملاتړ ته سخته اړتیا لري

چهارشنبه ۶ حمل ۱۴۰۴ ساعت ۱۱:۱۷
د ناروې د کډوالو شورا ( این ار سي) په یوه راپور کې ویلي سره له دې چې په افغانستان کې ډیری وګړي نړیوال مالي ملاتړ ته سخته اړتیا لري، مرستندویه بنسټونه د بسپنه ورکوونکو او مرستندویانو له خوا د بودیجې له سخت کمښت سره مخامخ دي.
این ار سي:ډېری افغانان نړیوال مالي ملاتړ ته سخته اړتیا لري
د ناروې د کډوالو شورا ( این ار سي) په یوه راپور کې ویلي سره له دې چې په افغانستان کې ډیری وګړي نړیوال مالي ملاتړ ته سخته اړتیا لري، مرستندویه بنسټونه د بسپنه ورکوونکو او مرستندویانو له خوا د بودیجې له سخت کمښت سره مخامخ دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد بنسټ زیاته کړې چې د بودیجې د کمښت له کبله به په افغانستان کې د بشردوستانه بنسټونو حضور کم او د میلیونو وګړو ژوند به له ګواښ سره مخامخ شي.

په افغانستان کې د ناروې د کډوالو شورا مسوولې سوز ون میګن ویلي چې دا بنسټ د نورو ډېرو بشردوستانه بنسټونو په څېر اړ شوی چې خپل دوه دفترونه وتړي او ډېر کارکوونکي یې له دندو ګوښه کړي دي.

د نوموړې په خبره، سربېره پر دې چې امریکا خپلې مرستې درولي نورو هېوادونو لکه بلجیم، فرانسې، جرمني، هالنډ، سویډن او بریتانیا هم ویلي چې په راتلونکو کلونو کې به د نړیوالو مرستو بودیجه کمه کړي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي