د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر او د چین سفیر چین ته د افغانستان د صادراتو په اړه خبرې وکړې.
د جمهور اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سې شنبې په ورځ (د وري ۵ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په کابل کې د چین له سفیر جاوا شینګ سره ولیدل.
دواړو خواوو چین ته د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي په توازن بحث وکړ، په ځانګړې توګه جلغوزي، انار، قیمتي ډبرې او منرالونه لکه نفرایټ، اونیکس، لاپیس لازولي، تالک او نور محصولات.
طالبانو ویلي چې د غونډې موخه چین ته د مستقیمو صادراتو اسانتیا برابرول وو ترڅو د افغان صادراتي توکو د ټرانزیټ او ترانسپورت لګښتونه کم شي، او همدارنګه د هیواد د مختلفو اقتصادي سکتورونو د پراختیا لپاره اړین ماشینونه وارد شي.
دواړو خواوو موافقه وکړه چې یوه ګډه کاري ډله جوړه کړي او د لا همغږۍ، سوداګریزو اړیکو پراختیا او د سوداګرۍ په برخه کې د اړینو اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره منظمې غونډې وکړي.
جمهورخبري آژانس