کندهار کې اور لګېدنې ۲۰۰ زره ډالره زیان اړولی دی

4 حمل 1404 ساعت 12:05

د کندهار ولایت ځايي چارواکي وایي، چې د تیلو په یو پمپ کې د اورلګېدنې له امله ۲۰۰ زره ډالره زیان اوښتی دی.


د کندهار  ولایت ځايي چارواکي وایي، چې د تیلو په یو پمپ کې د اورلګېدنې له امله ۲۰۰ زره ډالره زیان اوښتی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ځايي سرچینو  ویلي چې دا پېښه پرون له غرمې وروسته د کندهار ښار پنځمې حوزې پورې اړوند سیمه کې شوې ده. سرچینو زیاته کړې چې په دې پېښه کې د تیلو پمپ مسوول ټپي شوی دی.

سرچینو د پېښې د لامل په اړه څه ویلي نه دي، خو زیاته کړې ده چې اور د یاد ولایت د ځایي چارواکو خوا کابو شوی دی.

سرچینو یادونه کړې چې د مالي زیانونو د ډېرېدو احتمال شته دی. د یادولو وړ ده، چې په دې پېښه کې چاته د سر زیان اوښتی نه دی.

جمهورخبري آژانس
 
 


د مطلب کود: 181025

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/181025/

جمهور
  https://www.jomhornews.com