ایران ټرمپ ته: هرڅه چې غواړې، ویې کړه

22 حوت 1403 ساعت 11:25

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان ویلي، ایران به له امریکا سره تر هغې مذاکرات و نه کړي چې تر ګواښ لاندې وي.


د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان ویلي، ایران به له امریکا سره تر هغې مذاکرات و نه کړي چې تر ګواښ لاندې وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مسعود پزشکیان خپل امریکايي سیال، ډونالډ ټرمپ ته د ګواښ په ژبه ویلي: هر څه چې غواړې، و یې کړه.

هغه ویلي«دا زموږ لپاره د منلو نه ده چې امریکا حکمونه راکوي او ګواښونه کوي. هغه ویلي، دوی به له امریکا سره مذاکرات هم ونه کړي.»

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې تر دې مخکې د ایران مذهبي مشر، ایت‌الله علي خامنه‌یي، هم وروسته له هغې چې ټرمپ ورته لیک استولی و، ویلي و چې تهران له واشنګټن سره د مذاکراتو وړاندیز ردوي.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 180805

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180805/

جمهور
  https://www.jomhornews.com