۰

ایراني شرکتونه افغانستان کې د انرژۍ په پروژو کې پانګونه کوي

چهارشنبه ۲۲ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۰
د طالبانو د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور د “ایران ترانسفو” په نوم د الماني – ایراني شرکتونو ټولګې له مسوولینو سره کتلي.
ایراني شرکتونه افغانستان کې د انرژۍ په پروژو کې پانګونه کوي
د طالبانو د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور د “ایران ترانسفو” په نوم د الماني – ایراني شرکتونو ټولګې له مسوولینو سره کتلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې دې کتنه کې د یادو شرکتونو مسوولینو په افغانستان کې د انرژۍ د تولید پروژو، د انرژۍ شبکو د پراختیا او د برېښنا شبکو د اړتیا وړ تجهیزاتو د چمتو کولو برخو کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې.

ورته مهال منصور هم د یادو شرکتونو د پانګونې هرکلی کړی او ورته یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي