د ننګرهار کرنې ریاست ۸۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

22 حوت 1403 ساعت 11:17

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د ۱۴۰۳ مالي کال په اوږدو کې یې ۸۷ میلیونه ۱۵۸ زره ۸۷۹ افغانۍ عواید راټول کړي او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.


د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د ۱۴۰۳ مالي کال په اوږدو کې یې ۸۷ میلیونه ۱۵۸ زره ۸۷۹ افغانۍ عواید راټول کړي او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.

د جمهور آژانس د خبرله مخې د یاد ریاست رییس، محمد ولي محسن د شفافیت او حساب ورکولو په ناسته کې ویلي، چې یاد عواید د ځمکو اجارې، اراضۍ، ځنګلونو، مېوو، عشر او زکات له درکه ترلاسه شوي دي.

د نوموړي په وینا، له یاد عواید څخه ۳۶ میلیونه افغانۍ د ځمکو اجارې او کرنیزو محصولاتو له درکه، او ۵۱ میلیونه افغانۍ د مرکز او ۲۲ ولسوالیو له عشر او زکات څخه راټولې شوې دي.

جمهورخبري آژانس


 


د مطلب کود: 180802

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180802/

جمهور
  https://www.jomhornews.com