۰

د ننګرهار کرنې ریاست ۸۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

چهارشنبه ۲۲ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۷
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د ۱۴۰۳ مالي کال په اوږدو کې یې ۸۷ میلیونه ۱۵۸ زره ۸۷۹ افغانۍ عواید راټول کړي او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.
د ننګرهار کرنې ریاست ۸۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د ۱۴۰۳ مالي کال په اوږدو کې یې ۸۷ میلیونه ۱۵۸ زره ۸۷۹ افغانۍ عواید راټول کړي او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبرله مخې د یاد ریاست رییس، محمد ولي محسن د شفافیت او حساب ورکولو په ناسته کې ویلي، چې یاد عواید د ځمکو اجارې، اراضۍ، ځنګلونو، مېوو، عشر او زکات له درکه ترلاسه شوي دي.

د نوموړي په وینا، له یاد عواید څخه ۳۶ میلیونه افغانۍ د ځمکو اجارې او کرنیزو محصولاتو له درکه، او ۵۱ میلیونه افغانۍ د مرکز او ۲۲ ولسوالیو له عشر او زکات څخه راټولې شوې دي.

جمهورخبري آژانس


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي