۰

مولوي حنفي: پاکستان کې د افغان کډوالو ملاتړ ته ژمن یو

سی شنبه ۲۱ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۰۸
پاکستان کې د طالبانو سرپرست سفیر سردار احمد شکېب کابل کې د طالبانو حکومت له اداري مرستیال سره کتلي.
مولوي حنفي: پاکستان کې د افغان کډوالو ملاتړ ته ژمن یو
پاکستان کې د طالبانو سرپرست سفیر سردار احمد شکېب کابل کې د طالبانو حکومت له اداري مرستیال سره کتلي.

د جمهور خبري آژانس شکېب په دې کتنه کې د سفارت د فعالیتونو، برنامو او په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت راپور وړاندې کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان ډیپلوماتیک پلاوی د کډوالو د ستونزو د حل لپاره هلې‌ځلې کوي.

دې کتنه کې اداري مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې سرپرست حکومت پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ملاتړ ته ژمن دی.

جمهورخبري آژانس


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي