۰

راتلونکی کال په هیواد کې څه باندې ۱۶ میلیونه نیالګي کېنول کیږي

پنجشنبه ۱۶ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۴۱
د طالبانو د چاپېريال ساتنې ملي ادارې او کابل ښاروالۍ، د ۱۴۰۴ لمريز کال لپاره د «زرغون میراث» په نوم د نيالګيو کېنولو پسرلنی ملي پروګرام پیل کړی دی.
راتلونکی کال په هیواد کې څه باندې ۱۶ میلیونه نیالګي کېنول کیږي
د طالبانو د چاپېريال ساتنې ملي ادارې او کابل ښاروالۍ، د ۱۴۰۴ لمريز کال لپاره د «زرغون میراث» په نوم د نيالګيو کېنولو پسرلنی ملي پروګرام پیل کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه پروګرام په پرانیست غونډه کې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستيال ډاکټر زين العابدين عابد، د انسان په ژوندانه او د چاپېریال په سمسورتیا کې، د نیالګیو کېنولو پر ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې.

نوموړي وویل چې دغه اداره په پام کې لري د راتلونکي لمریز کال په بهير کې د هېواد په کچه څه باندې ۱۶ ميليونه نيالګي کېنوي او د پلان له مخې، تر ۱۴۱۰ لمريز کال پورې به تر ۲۰۰ ميليونه مثمر او غیر مثمر نيالګي د هېواد په بېلابېلو ځايونو کې کېنول شي.

دغه راز د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل، د سرسبزۍ په برخه کې د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه اداره پلان لري د ۱۴۰۴ لمریز کال په بهير کې يو ميليون نيالګي د کابل په بېلابېلو سيمو کې کېنول شي.

جمهورخبري آژانس


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي