۰

ټرمپ امریکا ته د افغان وګړو د سفر د بندیز غوښتنه وکړه

پنجشنبه ۱۶ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۳
رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر نوی بندیز کولی شي د راتلونکې اونۍ څخه د افغانستان او پاکستان اتباعو ته د امریکا متحده ایالاتو ته د ننوتلو مخه ونیسي.
ټرمپ امریکا ته د افغان وګړو د سفر د بندیز غوښتنه وکړه
رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر نوی بندیز کولی شي د راتلونکې اونۍ څخه د افغانستان او پاکستان اتباعو ته د امریکا متحده ایالاتو ته د ننوتلو مخه ونیسي.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، امریکايي رسنۍ نن پنجشنبه (د کب ۱۶مه) راپور ورکړ چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر نوی بندیز کولی شي د راتلونکې اونۍ راهیسې د افغانستان او پاکستان اتباعو ته د امریکا متحده ایالاتو ته د ننوتلو مخه ونیسي.

دې رسنۍ د دریو سرچینو په حواله چې نومونه یې نه دي یاد شوي ویلي چې ممکن نور هیوادونه هم په دې لیست کې وي.

دا نوی بندیز کولی شي په لسګونو زره افغان اتباع اغیزمن کړي چې په متحده ایالاتو کې د ځانګړو مهاجرینو ویزو په اساس د کډوالو په توګه د بیا میشتیدنې په تمه دي.

د هیواد دا اتباع هغه کسان دي چې شل کاله یې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره همکاري کړې او اوس د طالبانو د غچ له خطر سره مخ دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي