۰

مایک لالر: ټرمپ دې د افغانانو د بیا مېشتېدو مرکز نه تړي

چهارشنبه ۱۵ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۰
د امریکا د کانګرس غړي، مایک لالر په یوه لیک کې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي چې په امریکا کې د افغانانو د بیا مېشتېدو مرکز و نه تړي.
مایک لالر: ټرمپ دې د افغانانو د بیا مېشتېدو مرکز نه تړي
د امریکا د کانګرس غړي، مایک لالر په یوه لیک کې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي چې په امریکا کې د افغانانو د بیا مېشتېدو مرکز  و نه تړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هغه د ټرمپ د حکومت د دغې پرېکړې په اړه خپله اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، هغه افغانان چې امریکا ته ورځي، عادي یا ناقانونه کډوال نه دي.

نوموړي په دې لیک کې زیاته کړې چې دا پرېکړه د هغو له ۲۰۰ زرو زیاتو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي، چې شل کاله یې له امریکايي ځواکونو سره په افغانستان کې همکاري کړې ده.

دغه د کانګرس غړي خبرداری ورکړی چې دا ډول پرېکړه به لنډمهالې او اوږدمهالې پایلې ولري.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي