ډنمارک د افغانستان د وجهي صندوق سره له ۶ ملیون ډالرو څخه زیاته مرسته کړې

15 حوت 1403 ساعت 9:25

د افغانستان وجهي صندوق اعلان وکړ چې ډنمارک له دې صندوق سره له ۶ ملیون ډالرو څخه زیاته مرسته کړې ده.


د افغانستان وجهي صندوق اعلان وکړ چې ډنمارک له دې صندوق سره له ۶ ملیون ډالرو څخه زیاته مرسته کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان د وجهي صندوق چارواکو نن چهارشنبه (د کب ۱۵مه) د دې ادارې په اېکس پاڼه کې لیکلي چې ډنمارک دې صندوق ته ۵۰ میلیونه ډنمارکي کرون، چې د ۶.۹ میلیونه امریکایي ډالرو معادل دي، مرسته کړې ده.

دغه صندوق د ډنمارک څخه د خپلې مننې په څرګندولو سره وویل چې د دوی دوامداره ملاتړ د افغانانو، په ځانګړې توګه بې ځایه شویو او افغان ښځو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 180634

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180634/

جمهور
  https://www.jomhornews.com