مالیې وزارت؛ د لسګونه زره کیلوګرامه بېلابېلو قاچاقي توکو د واردېدو مخه نیول شوې

14 حوت 1403 ساعت 9:48

د طالبانو د مالیې وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو د تېرو دوو اوونیو په بهیر کې، هېواد ته د ۷۱ زره ۷۶۶ کیلوګرامه بېلابېلو قاچاقي توکو د واردېدو مخه نیولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خبرپاڼه کې ویل شوي د تېرو دوو اوونیو په بهیر کې د نیمروز، کندهار، فراه، ننګرهار، هرات او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زیاته کچه قاچاقي توکي نیول شوي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته راوړي.

ویل شوي چې ترلاسه شوي توکي او په تړاو یې نیول شوي کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.

تر دې وړاندې هم مالیې وزارت، هېواد ته د شاوخوا ۶۰ زره کیلوګرامه بېلابېلو قاچاقي توکو د واردېدو د مخنیوي خبر ورکړی و.

جمهورخبري آژانس
 
د مطلب کود: 180610

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/180610/

جمهور
  https://www.jomhornews.com