۰

مالیې وزارت؛ د لسګونه زره کیلوګرامه بېلابېلو قاچاقي توکو د واردېدو مخه نیول شوې

سی شنبه ۱۴ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۸
د طالبانو د مالیې وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو د تېرو دوو اوونیو په بهیر کې، هېواد ته د ۷۱ زره ۷۶۶ کیلوګرامه بېلابېلو قاچاقي توکو د واردېدو مخه نیولې ده.
مالیې وزارت؛ د لسګونه زره کیلوګرامه بېلابېلو قاچاقي توکو د واردېدو مخه نیول شوې
د طالبانو د مالیې وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو د تېرو دوو اوونیو په بهیر کې، هېواد ته د ۷۱ زره ۷۶۶ کیلوګرامه بېلابېلو قاچاقي توکو د واردېدو مخه نیولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خبرپاڼه کې ویل شوي د تېرو دوو اوونیو په بهیر کې د نیمروز، کندهار، فراه، ننګرهار، هرات او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زیاته کچه قاچاقي توکي نیول شوي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته راوړي.

ویل شوي چې ترلاسه شوي توکي او په تړاو یې نیول شوي کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.

تر دې وړاندې هم مالیې وزارت، هېواد ته د شاوخوا ۶۰ زره کیلوګرامه بېلابېلو قاچاقي توکو د واردېدو د مخنیوي خبر ورکړی و.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي