۰

بغلان کې د بورې فابریکه بیا فعاله او تولید یې پیل کړی

سی شنبه ۱۴ حوت ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۵
د بغلان ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د بورې فابریکه، چې له اوږدې مودې راهیسې بنده وه، تر بیا رغونې وروسته بیا فعاله او د تولید بهیر یې رسما پیل شوی دی.
بغلان کې د بورې فابریکه بیا فعاله او تولید یې پیل کړی
د بغلان ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د بورې فابریکه، چې له اوږدې مودې راهیسې بنده وه، تر بیا رغونې وروسته بیا فعاله او د تولید بهیر یې رسما پیل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بغلان والي د فابریکې د بیا پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې دا فابریکه د هېواد یوه ملي سرمایه ده او د فعالیت له بیا پیل سره به نه یوازې ځوانانو ته د کار زمینه برابرېږي، بلکې د هېواد اقتصاد ته هم وده ورکوي.

د یادې فابریکې مسوولین بیا وایي د بورې دغه فابریکه کولی شي په ٢٤ ساعتونو کې له ۷۰۰ تر ۸۰۰ ټنه بوره تولید کړي.

د مسوولینو په خبره په دې کارخونه کې دا مهال ۶۰ کسان په مستقیم ډول او ۳۰۰ تنه په غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي